تبليغاتX
Afghan refugee strike in Norway - متن نامه به پشتو

Afghan refugee strike in Norway

Resours and Integration center for Afghan refugee in Norway

متن نامه به پشتو

د کلونو، دکلونو راهیسی مونږ کډوالی په زړه در دونکی ډول په لری او بیرته پاتی ځایو نوکښی چه دزره کړی او هو ساژوند ځخه محروم دی د کډ والی په کمپونو کښی ساتلی یا ستو، او دمنفی ځواب دغه د شداد غوندی د توره گړی په گړی زمونږ بدن زری زری کوی. حتی د بندیانو د وضعیت ځخه بدتر، چه پوهیږی ترکوم وخت پوری او په کوم جرم بندیان دی،

مونږ هیڅ نه پو هیږو چه تر څو کالو پوری به پدی سزا محکوم یو او اوس تا سو عزم کړی دی چه مونږ بیرته هغه خونخوارانوته چه لاسونه ئی دخلکو په وینو لړی دی ورسپاری. مونږ په زرها و کیلو متر هغه لاره چه دسر په بیه مونږته پریوتی ده د دغه سړی وژونکو دلاسه تردی ځایه وهلی دی اودکلونو راهیسی هغه وژونکی او د پیفور ځخه ډک او غیر انسانی وضعت چه ستاسی د کډوالی په کمپونو کښی دهغه ورځی په امید موزغملی دی چی ددغه ظالمانو د لاسو ځخه خلاص او د بیرته تللو زړه هم نه شو کولای.

ښه پوهیږی چه په افغانستان کښی ترهغه حده پوری بی آمنی او جنگ دی تردی پوری چه استاسی دغربیانو صلح ساتونکی ځورک چه دهغوی سره پرمنخ تللی بم اچونکی الوتکی، تا نکونه او نور پرمخ تللی سلاحوی هم موجود دی پدی ندی توانیدی چه دخپل ځان ساتنه وکړی.

ښه پوهیږی چه د افغانستان دولت او دهغه په تش نوم پارلمان (چه د یو نمایشی او رسوا ټول ټاکونو په نتیجه کښی مځ ته راغلی) دهغه جنگی جنایتکارانو د ډلو او د مخدر مواد د قاچاق د باندونو ځخه دی.

چه دهغوی دونیو ډکی پانمی ثابته او روشانه دی.

ښه پوهیږی چه کرزی دکابل د ښار د ښاروال په انډول قدرت نه لری او مخط د خارجی ساتونکو په کړی کښی ژوند کوی.

ښه پوهیږی چه دعقیدی اوژبی آزادی نشته او در افغانستان په اساسی قانون کښی د کمونستانو او آتیستانو شته والی او د ژوند د حق ځخه انکار شویدی او ښه پوهیږی چه نبځی په ځه خراب وضعیت کښی دی.

آیا که چیرته ناروی د افغانستان په شان وضعیت لرلی تاسی به د امن او امنیت هیواد بللی وائی؟

تا سو د کډوالو دوتلو ځخه سیاسی گټه اخلی، هغه سود اوسیاسی گټه چه د زرگونو کډوالو دځان په بیه پریوځی.

مونږ ستاسی هغه تړون او معامله چه د افغانستان د دولت سره مولاسلیک کړی دی په سخته توگه غندو. مونږ هیڅ کله په غړو لوسترگو دمرگ کندی ته نه ځو.

 دوستلو پرضد د خپل ژوندانه او کډوالی دحق په خاطر، مونږ له تاسی ځخه غواړو:

1- دافغانی کډوالی دویستلو تړون دی د افعتا لغو اعلان شی

2- ټولو افغانی کډوالوته دی چه دکلونو راهیسی په ناروی کښی تر اوسه پوری بی سرنوشته او سیږی د اوسید لو او ژوند  کولو اجازه ور کړل شی.

3- ټول هغه کډوال چه په ناروی کښی بی سرنوشته ساتل کیږی ترهغه وخته پوری چه د اوسید لو اجازه ورته ورکول کیږی د زده کړی حق دی ورکړل شی.

4- افغانستان دی دیو نا امنه هیواد په توگه وپیژندل شی.

ددی غوښتو رسید لو ته مونږ د روان کال د می دمیاشتی په 22 نیټه د ټول هیواد په واټونوکښی اعتراضی او د ډو ډی نه خوړلو نامحدود اعتصاب ته سازمان ورکړی دی

پوهیږی چه تروسه پوری ویښ وجدانونه شته دی چه زمونږ آواز به واوری.

ښه ده چه تاسو د خپلو گیټوو ځخه تیرشی نه مونږ دخپل ځان ځخه

 

دکامیابی په هیله

 

ظاهر اطهری

41748088

Zaherat@gmail.com

د اعتراضونو تنظیم کونکی کمیته

د افغانستان د پنا غوښتون کو د انتگراسیون مرکز

+ نوشته شده در  2006/5/18ساعت 16:50  توسط Coordinator  |